ډاکټر محمد العبدالی- د روغتیا وزارت ویاند
موږ د RO په اړه ډېرې پوښتنې ترلاسه کړي دي?
په دې وېډیو کې به موږ تشریح کړو چې دا څه دی؟ او د هغې تر شا ساینس تشریح کړو
دا به کله پای ته ورسېږي؟
هغه پوښتنه چې دغو ورځو کې د ډېرو خلکو په ذهنونو کې ګرځي
د دغې پوښتنې ځواب له یوې کچې سره چې RO بلل کېږي تړلی دی
دغه کچه د ایپیډیمولوژیک اکثره نهادونو، مرکزونو او ادارو لپاره یوه ستره اندېښنه ده.
جوته ده، چې موږ هغه رنځېږن یا پاتوژن په اړه چې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ لامل ګرځي خبرې کوو.په دغه کچه څنګه پوهېږو او څنګه يي تشریح کوو؟
د ۱۰ یو R په دې معنی دی چې دغه ناروغي له ۱ کس څخه ۱۰ کسانو ته خپرېږي او خپل د انکیوبیشن مودې په جریان کې چې په عام ډول ۱ – ۲ اوونۍ ترمنځ وي دغه ۱۰ کسه به ۱۰۰ نورو کسانو سره وویني او هغوی به پرې اخته کړي، چې هغوی به په خپل وار ۱۰۰۰ کسان پرې اخته کړي
ځکه چې هر یو له هغوی څخه به ۱۰ کسه اخته کړي او دا به ادامه ولري
څرګنده ده چې څومره چې د R0 کچه ټیټه وي په هماغه کچه وایرس ورو خپرېږي.
کله چې ۱ یا تر دې لږ ته ورسېږي، ناروغۍ به ورو خپرېږي، او په پای کې به له منځه ولاړ شي. کوم چې هغه څه دی چې هر هېواد يي د ترلاسه کولو هیله لري.
راځئ تصور وکړئ چې دا به څومره وېرونکي وي چې زموږ عزیزان زموږ له لاسه ناروغ او په دغه وایرس اخته شيدا په نړیواله کچه څومره وه؟
په نړۍ کې يي کچه د ۲٫۵ څخه ۳٫۵ پورې اټکل شوې وه او ځینې وختونو تر دې لوړه وه!
چېرې چې حکومتونو دغې شمېرې ټیټولو لپاره یو لړ اقدامات ترسره کړل
ځینو هېوادونو کې، دغه شمېره ۸ ته لوړه شوه چې ډېره جدي او وېرونکې کچه دهسعودي عربستان کې يي کچه څومره وه؟
په پیل کې تقریباً ۴ اټکل شوې وه، بیا د ۲ – ۳ کچې ته ټیټه شوه او یو شمېر اقدامات دولت سره د R کچه۱ ته ټیټولو کې مرسته وکړه.
دې لاسته راوړلو کې څه شی له موږ سره مرسته وکړه؟
شکر خدایه، ټول هغه احتیاطي او محافظتي اقدامات چې سلطنت په بریالیتوب سره پلي کړل دغې کچې ترلاسه کولو لامل شو
د ټولنې پیروي او ژمنتیا سربېره کوم چې زموږ د ټولنې د پوهاوی کچه نندارې ته وړاندې کوي.
که چېرې ټولو احتیاطي تدابیرو، په ځانګړی ډول ټولنیزې فاصلې په وړاندې همداسې پیوستون نندارې ته وړاندې کړو
او همداراز نور هغه معیارونه چې موږ تل خلک د هغوی تعقیبولو ته هڅوو هیلهمن یو چې د کنترول دغه کچه وساتوکه دا ټول اغېزمن ثابت شي، ایا پخوانی حالت ته بېرته ګرځېدلی شو؟
دا ممکن دی، خو ورته وخت کې زموږ خپل لاس کې دی. که د وبا په وړاندې معاملې کې خپل مسؤلیت ثابت کړو دغه بریا به ادامه پیدا کړي
موږ ډاډه یو چې په ګډه به دغو حالاتو څخه تېر شو او په یاد به مو وي چې هغه خنډونه چې موږ ورسره مخ کېږي زموږ د پیستون په وړاندې هېڅ نه دي، او ناورینونه به زموږ د ډلهییزې ارادې د ځواکمنتیا سره مات شي.مننه