سفر پر مهال باید څه وکړم؟
- د کورونا له لوري تر ټولو ډېر اغېزمن شویو هېوادونو ته له سفر څخه ډډه وکړئ
- هر هغه کس سره چې د کورونا وایرس نښې لري له اړیکې ډډه وکړئ
- په پرلیکه توګه ځانته ځای ونیسئ او ټول اسناد په برېښنايي توګه وړاندې کړئ
- ټول هغه هېوادونه چې مو ورته سفر کړی څرګند کړئ
- خپل شخصي توکي له ځانه سره ولرئ، لکه:
- د لاسونو الکول لرونکی ضد عفوني کوونکی
- اضافي ټوکر ماسک
- بالښت یا د غاړې بالښت
- کمپله
- تر کیناستو وړاندې خپله څوکۍ یا مېز ضد عفوني کړئ
- څوکۍ بدلولو څخه ډډه وکړئ
- یو ځل کارېدونکي اسباب وکاروئ