کله له ټوکر جوړ د مخ ماسک اغوستلو مشوره ورکول کېږي؟
تل هغه مهال چې له کور څخه بهر وځئ او کله چې عامه ځایونو ته ځئ
د توکي بڼه (ټوکر):
- نخي ټوکر لومړیتوب لري
- نازک ټوکر به اغېز ونه لري
څنګه باید واغوستل شي؟
- دا باید په اغېزمنه توګه د مخ دواړه خواوې او زنه پټه کړي.
- باید یو تار ولري چې له غوږونو تاو شي او خوندي يي کړي
- څو طبقې ولري خو بیا هم په اسانۍ سره ترې ساه اخیستل ممکن وي
- باید له خرابېدو او خپل شکل بدلولو پرته د وینځلو او وچولو وړ وي
څنګه باید تعقیم شي؟
- په خوندي ډول له ټوکر جوړ شوی ماسک پاک کړئ
- په ماشین وینځل يي کافي دی
ناوړه ګټه اخیستنه:
(لکه له وینځلو پرته اوږدې مودې لپاره کارونې له امله د ماسک لندبل)
د ناروغۍ خطر زیاتولی شي
لاندې کسانو لپاره باید ونه کارول شي
- له دوو کلونو لږ عمر لرونکي ماشومان
- بې سده کسان
معلول یا هر هغه څوک چې په خپله ماسک اغوستلی یا کنترولولی نشي
له ټوکر جوړ ماسک څنګه لرې کړو؟
ډاډمن شئ چې خپلې سترګې، پوزه یا خوله نه لمس کوئ او له ځنډ پرته مو لاسونه ووینځئ