دا د ټوکر ماسک جوړولو طریقه ده
په اسانه، ساده مرحلو او کور کې موندل کېدونکو توکو څخه.
دغه ماسک وینځلی او بیا کارولی شئ.
تاسې به اړتیا ولرئ: یوه مناسبه-اندازه د ټوکر ټوټه
او د وېښته یا ربړ دوه بندونه.
د ټوکر دوه خواوې د منځ په طرف قات کړئ،
بیا، تاو يي کړئ او بیا يي قات کړئ.
بندونه يي د ټوکر
دواړه وروستۍ برخې کې وتړئ.
ماسک مو تیار دی.
بندونه يي داسې برابر کړئ چې د امکان تر حده يي تنګ کړي،
او ډاډه شئ چې پوزه او خوله مو په غوره توګه پټېږي.
ماسکونه مو خوله او پوزه په هوا کې شته ذراتو څخه خوندي کوي.
او هر ماسک دغه کار کولی شي.
نو، ډاډه شئ چې هر ځل بهر وتلو پر مهال يي اغوندئ.
او، د تل په څېر: ښه ژوند وکړئ.
